راځه نن پر خپل ښار باندي غزل درته لیکم
يوه پر کندهار بل پر کابل درته لیکم
تر څو به لا کړیږو د لستوڼي له مارانو
کیسې به د نا اهلو د یرغل درته لیکم
وطن د قصیدو په اوښکو نه جوړیږي خلکو
یوه منصوري چیغه د ازل درته لیکم
قسمت مو تښتولي دي د ښکلیو پیزوانونه
پر سرو زخمي پاپیو مي پایل درته لیکم
راوړي مي یو څو تازه نغمې له جادوګرو
په کښت کي د اورونو به سنبل درته لیکم
پوهیږم چي مي اور په شګوفو دی لګیدلی
څو اوښکي پر بادام او پر سنځل درته لیکم
تر څو چي ننګرهار او کندهار وي او زه یمه
نظمونه د نارنج او انار ګل درته لیکم
پلو چي یې نیولی وي په کور کي د اغیارو
غمیزه د ملالي د کاکل درته لیکم
بدي مي پښتنه ده سل کلنه به ځوانیږي
د اوښکو مي په سرو وینو بدل درته لیکم
شیخان چي مي پیغلوټي جهاني په زهرو وژني
د قاف د شاپیریو به اور بل درته لیکم
د جون شپږ ویشتمه ۲۰۱۳ ویرجینیا