کور / تازه خبرونه / حيات آباد دپوليسومشر ميراجان وژل شوى

حيات آباد دپوليسومشر ميراجان وژل شوى

پېښور : د پېښور د کارخانو په مارکيټ کې نامعلومو وسله والو له خوا د حيات آباد ايس ايچ او ميراجان وژل شوى او دوه پوليس او درې عام وگړي ټپيان دي. د پوليسو په خبره څلور بريد کوونکي چې پر دوو موټر سايکلو سپاره وو. لومړى يې په کنټينر ډزې وکړې چې د تېښتې پر مهال يې د حيات آباد په ايس ايچ او ميراجان پر موټربريد وکړ چې له امله يې ځاى په ځاى ووژل شو. دوه پوليس او درې عام وگړي ټپيان شول. ټپيان دحيات اباد ميډيکل کمپليکس روغتون ته رسول شوي دي. په سيمه کې د پلټنې عمليات پيل شوي.