کور / تازه خبرونه / خوست : قومي مشرانو د بيت الله محسود پرېکړه په کلکه وغندله

خوست : قومي مشرانو د بيت الله محسود پرېکړه په کلکه وغندله

د خوست ګڼ شمېر قومي مشرانو او ديني عالمانو د امن په نوم د يوې غونډې پرمهال د وسله والو پاكستاني طالبانو مشر بيت الله محسود دا پرېكړه په كلكه وغندله، چې هلته د وطني ګټو په خاطر له جنګه لاس اخلي، خو په افغانستان كې، د ده په ژبه خپل جهاد ته دوام وركوي .


خوست : د لطف الله حسرت راپور


د همدې غونډې پرمهال په خوست كې د ښوونځيواو روغتونو سوځول هم په كلكه سره وغندل شول.
داغونډه چې د خوست په مېلمستون كې جوړه شوې وه او پر ځايي حكومتي چارواكو سربېره، د خوست مركز او ولسواليو لسګونو قومي مشرانو، ديني عالمانو او د ټولنيزو شوراګانو مشرانو او غړو ګډون پكې كړى ؤ.


خوست : د لطف الله حسرت راپور