د ملي امنیت شورا په سرحد کي د تاجکستان د ولسمشر د انديښني په اړه بحث وکي.
د جمهوري ریاست خبر ورکوي چي؛ د ملي امنیت شورا غونډي د تاجکستان د ولسمشر پر لیک چي د افغانستان او تاجکستان د ګډ سرحد په اوږدو کي د امنیتي حالت په اړه انديښنه پکښي کي ښودل سوي ده؛ بحث وکي
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په دي لیک کي د مخدرموادو د قاچاق او تروریستي ډلو پر فعالیتونو انديښنه ښودلي او د قاچاقو او تروریزم پرضد په مبارزه کي یي د دواړو هيوادونو د همکارۍ د زیاتيدو غوښتنه کړي
د خبر له مخي د ملي امنیت شورا د دفاع او کورنیوچارو وزارتونو او د ملي امنیت عمومي ریاست ته دنده وسپارله چي د افغانستان او تاجکستان د ګډ سرحد په اوږدو کي ستونزي وڅيړي او د تاجکستان د اړوندو ادارو په مرسته یي د حل په برخه کي اقدام وکړي