د کندهار ولايت امنيتي مسئولين وايي چي د ارغنداو او خاکرېز پر لار د يوه ماين په چاودني کي ١٣ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چي ٨ پکښي ښځي ٢ کوچنيان او ٣ نارينه دي .
په دې اړه لراوبر ويب پاڼي ته د کندهار ولايت مقام له لوري يو خبرپاڼه هم رالېږل سوې چي د يادي پېښي د پخلي ترڅنګ پکښي ويل سوي چي ياده پېښه نن سهار ۹:۰۰ بجې پر داسی مهال رامنځ ته سوه چی د اولسي وګړو یو موټر له ژړۍ اولسوالۍ څخه خاکرېز اولسوالۍ ته پر لاره وو او د ارغنداؤ او خاکرېز پر سرحد باندي پر ښخ سوي ماين ور برابر سو چي ياده مرګ ژوبله ئې اړولې.
په يادو کسانو کي لسو ئې خپل ژوند له لاسه ورکړى چي ٨ پکښي ښځي او ٢ کوچنيان دي او ٣ نارينه پکښي ټپيان سوي.
ټپي کسان د درملني له پاره ميروېس روغتون ته وړل سوي او اوس مهال تر درملني لاندي دي.