کور / تازه خبرونه / دسولي عالي شورا به دقطر په خبرو کښي ګډون ونه کړي

دسولي عالي شورا به دقطر په خبرو کښي ګډون ونه کړي

دافغانستان د باندنیو چارو وزارت خبرداری ورکوي چي په قطر کښي دطالبانو سیاسی دفتر د افغان حکومت د سولي د عالي شورا د غوښتنو پراساس پرانیستل سوی نه دئ. د باندنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی وایي چي د سولي د عالي شورا هئیت به تر هغه مهاله د خبرو لپاره قطرته ولاړ نه سي ترڅو چي په یاد هیواد کښي د طالبانو سیاسی دفتر افغاني سوی نه وي . ښاغلی موسی زی وايي چي دامریکا متحدالات د هغو ژمنو په نظر کښي نیولو سره چی د افغان حکومت سره ئې کړي دي،باید په افغانستان کښي د سولي په راوستولو کښي لاسوهنه ونه کړي.
دکابل او واشنګټن ترمنځ دا څرګندوني په داسی حال کښي کیږی چی د امریکا د باندنیوچارو وزارت اعلان کړی دئ چی کیدای سی ډېر ژر په قطر کښي د طالبانو سیاسي دفتر بند سي.