کابل :پژواک دخبرله مخې د پاکستان د يوې مذهبي ډلې مشر مولانا فضل الرحمن په قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د خبرو ملاتړ اعلان کړى، خو پر دې يې نيوکه کړې، چې په دغو خبرو کې پاکستان ته وڼده نه ده ورکړل شوې.د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، مولانا فضل الرحمن دغه څرګندونې پرون له سعودي عربستان څخه تر بېرته راتګ وروسته په اسلام اباد کې د خپل ګوند له غړو سره د خبرو پر مهال کړې دي.هغه ادعا کړې، چې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه او د افغانستان د سولې او امنيت لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي.خو مولانا فضل الرحمن ويلي، چې اوس د قطر د خبرو په پروسه کې پاکستان ته ونډه نه ده ورکړل شوې او دا يې بې انصافي بللې ده.نوموړي زياته کړې، هېڅوک د طالبانو او امريکا تر منځ د خبرو اترو مخالفت نه کوي، دا چې اوس په قطر کې دا خبرې پيليږي نو دا د دوى د ګوند د دريځ ملاتړ کوي