د وردګو ولايت څخه يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي په دې ولايت کي د کليو او پراختيا رياست دوه کارکوونکي خوشي سوي او خپلو کورو ته استول سوي دي.
خبرپاڼه ليکي چي ياد کسان تېره ورځ د نامعلومو کسانو له لوري تښتول سوي ول او بېرته د ملي اردو د عملياتو په ترڅ کي ازاد او خپلو کورونو ته واستول سول.