کور / تازه خبرونه / د ترکيې او ناټو هيوادو څخه د مرستي غوښتنه وسوه

د ترکيې او ناټو هيوادو څخه د مرستي غوښتنه وسوه

د وردګو والي د ناټو او ترکیې هېواد له استازو څخه دغه ولایت سره د
مرستو د ترسره کولو غوښتنه وکړه.
د وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي نن (دوشبنه) په افغانستان کې
د ناټو سازمان د ملکي برخې استازي موخیتز یوخیمز او په میدان وردګو ولایت
کې د ترکیې هېواد د ولایتي بیارغاونې ډلې له مشر ښاغلي مظفر سره د لیدنې
پر مهال دغه ولایت سره دمرستو غوښتنه وکړه .
نوموړي وویل: د میدان وردګو ولسونه ډیری مرستو ته اړتیا لري او باید د
بېلابېلو ادارو سربیره ورسره ناټو سازمان د ځانګړو پروژو،پانګې اچونې او
نورو برخو کې د دغه ولایت له ولسونو سره همکاري وکړي .
ده همدا راز تردې د مه په دغه ولایت کې د ترکیې هېواد له ترسره شویو
مرستو مننه وکړه او غوښتنه یې ترې وکړه چې دوی باید نور هم دغه مرستو ته
ادامه ورکړي،ترڅو د شته ستونزو په لمنځه وړلو کې د یوه دوست هېواد په
توګه راسره همکاري پاتي وي.
د وردګو والي همدا راز د راتلوونکو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې په بهیر او دغه پروسه ولسوالیو ته د غځولو او په امنیتي برخه کې هم د یادو استازو سره خبرې اترې وکړې .
یادو استازو هم د میدان وردګو والي سره ژمنه وکړه،چې د دغه ولایت سره به
هر ډول مرستو ته ادامه ورکړي