کور / تازه خبرونه / پښتون ليکوال او شاعر راز محمد راز ومړ

پښتون ليکوال او شاعر راز محمد راز ومړ

کوټه :د پښتو ژبې وتلي شاعر او ليکوال رازمحمد راز د دوه شيته کلونو په عمر له دې پاتې دنيا سره مخه ښه وکړه خدای بخښلی راز د کوټې ښار په شمال لويديځ کې د پښين په نوم سيمه کې زيږیدلی و. خدای بخښبلی راز يو وتلی فلسفي شاعر،ليکوال او ناول ليکونکی و. پروفيسور راز د يکشنبې په ماښام د ورپيښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې او په ميليونونو پښتانه يي د نړۍ په نړۍ په ګوټ کوټ کې د غم په ټغر کينول. مرحوم راز له نن څخه څو کلونه وړاندې د سرطان په وژونکې ناروغۍ اخته و په ډيرو ځايونو کې يي درملنه وکړه خو سرطان پرې باالاخره زور شو او د نوموړي ژوند ته يي د پای ټکی کيښود. ښاغلی راز د ناروغۍ په ترڅ کې له تير يو کال را په ديخوا د ژوند ډيرې ترخې شيبې تيرې کړې ګرځيدای نشوای او ډاکټرانو هم له خبرو منع کړی و، خو ښاغلي راز د مرګ تر ورځې قلم کينښود او پښتون ته يي خپل پيغام ورساوو.
خلک وايي چې محشر دى احتساب دى
کامل خداى له مانده خلکو حساب غواړي
د نوموړي ورور عصمت الله زهير وويل چې د خدای بخښلي راز روغتيايي وضعيت په دې وروستيو ورځو کې ډير خراب شوی و او څو ورخې بې هوښه و. نوموړي وويل:«په دې وروستيو ورځو کې يې صحت ډېر خراب وو، څو ورځې مخکې د بې هوښۍ په حالت کې وو، چې پر هوښ راغى، ماته يې په لاس اشاره وکړه او راته ويې ويل چې زما د نوي ناول ټايټل څنګه سو، ما ورته وويل هغه بېخي تيار دى، ويل يې زما بېخي ډېر ارمان دى چې دا ناول ووينم.» راز د ۱۹۵۱ کال د مارچ په لومړۍ نيټه د ملک دين محمد ترين په کور کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې، لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يي په خپل پلرني کلي کې وکړې او نورې زده کړې ي بيا د بلوچستان په پوهنتون کې وې.
راز د تاريخ په برخه کې د کراچۍ له پوهنتون څخه په ۱۹۷۵ کال کې ماسټري تر لاسه کړه او تر هغه وروسته يي په ډيرو کالجونه کې درسونه ورکړل.
د نوموړي آثار:
د صليب په دايرو کې، مات وزرې زاڼې ژاړي شعري ټولګه
اوشنيک ګاډيس د نثري نظمونو ټولګه
عاشو، لمر او باران اوري پښتو ناول
کابل ړنګ دى مينې ژاړي پښتو ناول
کاسميک سيکسوليزم د جمالياتي او فلسفي روحاني په اړه د مقالو کتاب
دى هولى سينرز The Holy Sinners) اردو ناول
نوموړی د دې بره چاپو اثارو تر څنګ څو ناچاپ آثار هم لري چې تر دې دمه نه دي چاپ شوي. د نوموړي د جنازي لمونځ به نن سهار مهال په خپل پلرني کلي هيکلزيو کې ادار شي او هم هلته به په خاور ته وسپارل شي. د الفت خوند به مي خود په خوله کې تريخ وي
زه او يار په غلام وطن کې سره اوسو
(د راز صيب يو بيت)