کور / تازه خبرونه / پكتيا: ۸۴۷ كيلو نشيي توكي وسوځول سوه

پكتيا: ۸۴۷ كيلو نشيي توكي وسوځول سوه


د پكتيا ولايتي چارواكو خبر وركړ چي نن يې په يوه عام محضر كي ۸۷۴ كيلو بېلابېل نشيي مواد سوځلي دي.
د پكتيا د والي وياند روح الله سمون لر او بر ته وويل چي دغه توكي په دې وروستيو كي د ولايت په مركز، پټان او ګردېز ولسواليو كي پوليسو نيولي وه، چي نن د والي جمعه خان همدرد په مخ كي د امنيه قومندانۍ د پوليسو له خوا وسوځول شول.
د ښاغلي سمون په وينا په دغو موادو كي ۷۷۹ كيلو چرس، ۲۰ كيلو هيروئين او ۴۸ كيلو نور كيمياوي مواد شامل وه.