کور / تازه خبرونه / هلمند : د ٢ وسله والو قوماندانانو د وژلو ادعا وسوه

هلمند : د ٢ وسله والو قوماندانانو د وژلو ادعا وسوه

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايې چي تېره شپه ددي ولايت د مارجې اولسوالۍ په بلاکونو سيمه کي د ايساف ځواکونو له لوري هوايي بريد تر سره سوى دئ.
دى وايي چي په دي هوايي بريد کي يو طالب قومندان وژل سوى کوم چي تر دمګړيه يې نوم نه دى څرګند سوى.
هغه وايې چي دغه طالب قومندان تازه د ګاونډي هېواد پاکستان څخه د فعاليتونو د تر سره کيدو په موخه راغلى وو.
بل خوا وايي په همدې شپه د دې اولسوالۍ په سيستاني نومي سيمه کي بيا د پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته سوې ده.
د ځواک د څرګندونو له مخي چي په دي جګړه کي يو طالب قومندان او يو پوليس وژل سوي دي.
تر اوسه کومي ډلي د دي پېښو په اړه څه نه دي ويلي.