کور / تازه خبرونه / وردګ : ٢٦ وسله والو ته د مرګ ژوبلي د اوښتو ادعا وسوه

وردګ : ٢٦ وسله والو ته د مرګ ژوبلي د اوښتو ادعا وسوه

په وردګو کي ٢٦وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښته ده.
په میدان وردګو ولایت کي د تېرو څلویشت ساعتونو په ترڅ کي شپږ ویشت وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې او یو بل ژوندی نیول سوی. د میدان وردګو ولایت څخه په خپره سوي خبرپاڼه کي راغلي چي په مرکز، سیداباد، چک او جغتو ولسوالیو کي د بېلا بیلو پېښو په ترڅ کي ١٩ تنه وژل سوي ٧ تنه ټپیان دي او یو بل ژوندی نیول سوی دی.
دغه خبرپاڼه ليکي چي د سیداباد ولسوالۍ د اب نري په سیمه کي د وسله والو طالبانو د قاري جنت ګل اړوند ډلې پورې درې وسله والو طالبانو چي غوښتل ئې په یاده سیمه کي د سړک ترغاړې ماینونه ځای پرځای کړي،چي د امنیتي ځواکونو له خوا تر پیژندلو وروسته د یوه هوايي برید په ترڅ کي یاد درې تنه وسله وال طالبان ووژل سول
د خبرپاڼي په حواله همدا راز د یادې ولسوالۍ په پل اهني او کوز مامل سیمه کي امنیتي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کي د وسله والو طالبانو درې غړي ووژل سول او یو بل ټپي سو.، په همدې حال کي د سیداباد ولسوالۍ په پتنګ سیمه کي د امنیتي ځواکونو د یوه هوایي برید په ترڅ کي د وسله والو طالبانو هغه درې تنه وژل سوي،چي دوی په سیمه کي ماین جوړولو دنده پرغاړه درلودل.
د یو بل خبر له مخې د چک ولسوالۍ په بابا کلي، بند چک، غني خیل، پوسته انتن او پناه سیمو کي د امنیتي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کي درې وسله وال طالبان ووژل سول او د دوی یو میل دهشکه چي د دوران خیلو په سیمه کي ځای پرځای کوله هم له منځه یوړه.
بلخوا د جغتو ولسوالۍ په بابا خیلو سیمه کي د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کي د دوه پاکستانیانو په ګډون پنځه وسله وال طالبان ووژل سول او پنځه نور ټپیان سول .
د ميدان وردګو په خبرپاڼه کي راغلي چي د دغه عملیاتو په ترڅ کي چي د وسله والو طالبانو جسدونه هم په سیمه کي پاتي وو، یو میل کلاشینکوف، یو میل پیکا، یو نارنجک، یوه پایه ایکم مخابره او درې موټر سایکلونه هم د امنیتی ځواکونو لاسته ورغلي دي. همدا راز د مرکز میدان ښار په ده افغانانو سیمه کي د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کي دوه وسله وال طالبان ووژل سول او یو بل ټپي سو.
همدا راز د حزب اسلامي اړوند یو غړی محمد ګل چي د قاري عنایت الله ډلې پورې اړوند دی،له یو میل میکارف تفانګچي، یوې امریکايي برچي او یو شمیر اسنادونه سره یوځای ژوندی ونیول سو.
که څه هم وسله والو طالبانو د دي پېښو په اړه څه نه دي ويلي ولي ددي ولايت په مختلفو سيمو کي يې د بريدونو پر مهال د ځواکونو د زياتي مرګ ژوبلي ادعاوي کړي ي.