کور / تازه خبرونه / پکتيکا : ماين چاودني يو کوچنى وواژه

پکتيکا : ماين چاودني يو کوچنى وواژه

د پکتيکا ولايت امنیه قوماندان وايي چي د یحيی خېلو ولسوالۍ د غني خېلو په سیمه کي په یوه باغ د ښخ سوي ماین د چاودنې له امله یو کوچنى وژل سوی دئ.
نوموړي زیاته کړه، کله چي د پېښي سیمي ته سیمه ییز پولیس ورسېدل بل ماين ورباندي چاودلى چي له امله ئې یو پولیس ټپي سوی دی.
وسله والو طالبانو که څه هم د يادو پېښو په اړه څه نه دي ویلي، خو د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د سروبي اولسوالۍ اړوند سیمه کي ئې پر سیمه ییزو پولیسو چاودنه کړې، چي دوه ئې وژلي او درې ئې ټپیان کړي دي.
امنیه قوماندان بيا د دوی دعوه بې بنسټه بولي.