د نورستان د امنیه قومندانۍ تر چوکاټ لاندي شاوخوا دوه سوه تنه کلیوال پولیس له څو میاشتو را په دیخوا په ننګرهار او کونړ کي د ژوند سختي ورځي تیروي.د نورستان والي تمیم نورستانۍ ددي خبر په تایید سره مرکزي دولت ته د نیوکي ګوته نیسي او وايي چي موده وړاندي یاد پولیس له روزني فارغ شوي خو نورستان ته لا نه دي لیږل شوي دده په خبره چی دوي په ننګرهار او کونړ کي د اوسیدو منظم ځایونه نه لري او نه هم ورته خوراکي توکي ورکول کیږي
نوموړي له کورنیو چارو وزارت څخه وغوښتل چي یاد پولیس دي ژر تر ژره نورستان ته ولیږدوي تر څو له یو طرف په نورستان کي د نا امنیو مخه ونیول شي او له بل طرف یاد پولیس له ستونزو وژغورل شي
په دي اړه مو وغوښتل چي د کورنیو چارو وزارت د کلیوالو پولیسو له مشر سره خبري وکړو خو بریالۍ نه شو
دا بیا په داسي حال کي ده چي موده وړاندي د نورستان یو شمیر کلیوالو پولیسو له دي امله له دندو سره مخه ښه ویلي وه
چي په میاشتو میاشتو ننګرهار او کونړ کي دوي نورستان ته د تلو په تمه وه