د کندز سیمه ییز چارواکي وایي، چي په قلعه ذال ولسوالۍ کي یي اتلس وسله وال طالبان وژلي دي او یوولس نور ټپیان دي.
د کندز د امنیي قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني وویل چي؛ د قلعه ذال ولسوالۍ په ظلم آباد سیمه کي له پرون نه د تیري شپي تر دولسو بجو د سیمه ییزو پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته روانه وه.
د ښاغلي حسیني په خبره په وژل سوو طالبانو کي د ملا رحمت الله، نعمت الله او سلیم په نومونو د هغوی دري قومندانان هم شامل دي.
د کندز سیمه ییز چارواکي وایي چي، په وژل سوو طالبانو کي یوشمیر بهرني اتباع هم شامل دي.
دوی تایید کړه چي، په دي نښته کي د سیمه ییزو پولیسو یو قومندان سید محمد هم وژل سوی او یو بل سیمه ییز پولیس ټپي دی
وسله والو طالبانو تراوسه په دي اړه څه نه دي ویلي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه