په سوریه کي د رژیم مخالفینو پرون وویل؛ داسي نوي وسلي ورته رسیدلي چي؛ د جمهور رییس بشارالاسد د ځواکونو پر وړاندي د جګړي لوری بدلولای سي .
د “ازادي سوریي پوځ” یوه ویاند “لوای مقداد” وویل چي؛ دا وسلي په وروستیو کي له عربي دولتونو او یو شمير نورو هیوادونو ورته رسیدلي دي.
مقداد په ځانګړي ډول د دي وسلو د ډولونو په اړه معلومات نه دي ورکړي او دا یي هم نه دي ویلي چي، څه وخت ورته رسیدلي دي؛ خو ټینګار یي کړی چي؛ تر اوسه له امریکا هیڅ ډول وسلي نه دي ور استول شوي.
امریکايي چارواکو د رواني میاشتي په پيل کي وویل چي؛ د بشارالاسد د ځواکونو له خوا د کیمیاوي وسلو د کارول کیدو د کره شواهدو تر موندل کيدو وروسته ولسمشر اوباما په سوریه کي د اپوزیسیون ځواکونو ته د وسلو ورکولو اجازه ورکړي ده.
ټاکل شوي چي نن د سوریي د رژیم د مخالفینو ملاتړ کوونکي هیوادونه په دوحه کي خپله غونډه پيل کړي