کور / تازه خبرونه / کورنيو چارو وزارت : په تېرو ٢٤ ساعتو کي د ٤١ وسله والو د وژلو ادعا کوي

کورنيو چارو وزارت : په تېرو ٢٤ ساعتو کي د ٤١ وسله والو د وژلو ادعا کوي

د کورنيو چارو وزارت وايي په تيرو ٢٤ ساعتونو کي يي ٤١ وسله وال طالبان وژلي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت څخه په خپره سوي خبرپاڼه کي راغلي چي افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډه په ننګرهار، پروان، لوګر، غزني او هلمند ولایتونو کي عملیات تر سره کړي دي.
ددي خبرپاڼي د معلوماتو له مخي چي ددي عملياتو پر مهال ۴۱ وسله وال طالبان وژل سوي، یو ژوبل او ۹ تنه نور ژوندي نیول سوي دي.
د خبرپاڼي د څرګندونو له مخي چي په یادو عملیاتو کي یوه اندازه وسله او مهمات هم د ګډو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
که څه هم د کورنيو چارو وزارت د خبرپاڼي په اړه تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي ولي د هيواد په بيلا بيلو ولايتونو کي يي د بريدونو پر مهال د کورنيو او بهرنيو سرتيرو د مرګ ژوبلي ادعاوي کړي دي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو طالبانو او يا هم اسلامي حزب څه نه دي ويلي.