د هلمند ولايت د والي وياند عمر ځواک وايي چي ددي ولايت د ګرم سير ولسوالۍ دوير هوايي ډګر ته څيرمه پر ولسي وګړو بمي چاودنه سوي ده.
دده په وينا چي په دي رامنځته سوي چاودنه کي دري ولسي وګړي سخت ژوبل سوي دي کوم چي روغتون ته ليږدول سوي دي.
هغه زياتوي چي وسله والومخالفينودسړک پرغاړه کورنيو او بهرنيو ځواکونو ته ماين ځاى پرځاى کړي ؤ، چي د ولسي وګړو ټيوټا موټر ور باندي برابر سوى دى.
دوير هوايي ډګر د ګرم سير لويديځي برخي ته پروت دى کوم چي خورا زيات بهرني سرتيري هم پکښي ميشت دي.
تر اوسه کومي ډلي ددي پيښي په اړه څه نه دي ويلي.