د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د هیواد امنیتي اداري باید تر یوې میاشتي پوري د رايي ورکوني د مرکزونو د امنیت په اړه خپل راپور دي کمیسیون ته ورکي.
د دي کميسیون د دار الانشا رییس ضیاالحق امرخيل نن په کابل کي په یوه غونډه کي له امنیتي ادارو وغوښتل، چي د انتخاباتو له را رسيدو مخکي دي د رايي ورکوني د ټولو مرکزونو امنیت ټینګ کړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون شا او خوا دري میاشتي مخکي د رایي ورکوني د اوو زرو مرکزونو لیست امنیتي ادارو ته سپارلی، چي امنیت یي ونیسي.
امنیتي ادارو ویلي، چي اوس مهال څلور ولسوالۍ له امنیتي ګواښونو سره مخ دي او کوښښ کوي، چي تر ټاکنو مخکي د ټولو مرکزونو امنیت ونیسي.
کور / تازه خبرونه / په ١ مياشت کي دي امنيتي ادارې د مرکزونو د امنيت په اړه د ټاکنو کمېسيون ته راپور وړاندي کړي