ناپيژاندو وسله والو د نيمروز په دلارام ولسوالۍ کي بر ۳۰۳ ډوله مسافروړنکي موټر ډزي کړي او دري تنه سپرلۍ يي د ځانه سره بيولي دي.
پيښه نن تر غرمي وروسته دوي بجي د کندهار – هرات پر لويه لار رامنڅ ته سوي ده.
موټر د احمدشابابا ابدالي بس ترانسپورټ اړوند دی .
د دي ترانسپورټ چارواکي وايي چي د وسله والو په ډزو د موټر ټيرونه هم له فعاليته لويدلي دي او وسله والو موټرچلوونکی هم وهلی او ډبولی دی چي دا مهال په روغتون کي تر درملني لاندي دی .
د نيمروز چارواکو په دي اړه څه نه دي ويلي خو د کندهار د ترانسپورټ رييس نجيب الله احمدي د پيښي پخلی کړى دی .
موټر د کابل څخه د هرات په لوري روان وو او د وسله والو له لوري د درو بيول سوو کسانو برخليک لا نه دی څرګند.