په خوست کي د یو پل د بنسټ ډبره کیښودل سوه.
نن د خوست ولایت د مرکز اړوند د متون په خوړ باندي د یو پل د جوړیدو د بنسټ ډبره دیو لړ مراسمو په ترڅ کي کیښودل سوه.
د خوست والي عبدالجبار نعیمي وویل چي یاد پل د څه باندي پنځه ویشت میلیونه افغانیو په لګښت د نړیوال بانک لخوا د یو افغاني شرکت په واسطه د یو کال په اوږدو کي جوړیږي.
والي په خپلو خبرو کي زیاته کړه چي دا به وروستۍ پروژه نه وي او په نژدي راتلونکي کي په دي ولایت کي نوري رغنیزي پروژي هم افتتاح کي. نوموړي د سیمي له اوسیدونکو غوښتنه وکړه چي باید هیچا ته دا اجازه ورنکړي تر څو زمونږ هيواد را وران کړي او تاسو باید د خپلو پروژو په خپله ساتنه وکړ
د والي په خبره چي عسکر د نظم ساتونکي ولي سیمه وال مکلف دي چي د خپلو کلیو او سیمو ساتنه وکړي.
د متون قوم مشر رحمت ګل په دي خوښي څرګنده کړه چي په خوړ باندي يي د پل د جوړیدو چاري پیل سوي او زیاته يي کړه چي پخوا ددي سیمي خلک د زیاتو ستونزو سره مخ وو او کله به چي باران وو او اوبه به زیاتي وي، ددي سیمي خلکو به لسګونه کیلومتره تګ کاوو او د اړتیا وړ توکي به یي د یعقوبیو او صبریو ولسوالۍ څخه راوړل چي ددي پل په جوړیدو سره به دا ستونزه حل سي
د نوموړي په خبره چي په دي پل باندي د متون د سیمی د خلکو سربيره د باک، ځاځي میدان او یعقوبیو صبریو ولسوالیو خلک هم تګ راتګ کوي.
ددي پل د جوړیدونکي شرکت مسول وویل چي یاد پل د اته مترو په سور او د شپیته مترو په اوږدوالي جوړیږي