کور / تازه خبرونه / بګرام : ٤ امريکايان وژل سوي

بګرام : ٤ امريکايان وژل سوي

د بګرام پرهوايي ډګر د وسلوالو طالبانو په يوه بريد کي څلور امريکايي سرتيري وژل سوي دي.
په کابل کي د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا په يوه راليږل سوي خپرپاڼه کي راغلي دي چي څلور سرتيري يي تيره شپه د افغانستان په ختيځ کي دوسلوالو په يوه بريد کي وژل سوي دي.
ايساف د وژل سويو سرتيرو هويت او د پيښي کره ځاى نه دى په ډاګه کړى.
بلخوا وسلوالو طالبانو ويلي چي دوى تيره شپه د بګرام پر هوايي ډګر توغندوييز بريد کړى چي په پايله کي يي څلور امريکايي سرتيري وژل سوي او څلور نور ژوبل دي.
د طالبانو لخوا په يوه خپره سوي خبرپاڼه کي راغلي دي چي برايي شپه شاوخوا لس بجي ددوى لخوا د بګرام پر هوايي ډګر دوه توغندي وتوغول سوه چي له امله يي څلور سرتيري وژل سوي دي.
دوى ويلي چي په دي پيښه کي درانه مالي زيانونه هم اوښتي دي.
ددغو سرتيرو دوژل کيدو سره په روان زيږديز کال کي د وژل سويو بهرنيو سرتيرو شميره ٩١ ته ورسيده، چي ٦٨ يي امريکايي دي.