کور / تازه خبرونه / امریکایي چارواکي وایي، په راتلونکو څو ورځو کي به له طالبانو سره خبري وکړي

امریکایي چارواکي وایي، په راتلونکو څو ورځو کي به له طالبانو سره خبري وکړي

تر دي مخکي پرون طالبانو د قطر په مرکز دوحه کي خپل دفتر پرانیستى.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل، د دې دفتر پرانستل د روغي جوړي په لور لومړی ګام دئ؛ خو بارک اوباما څرګنده کړه، چي دا بهیر به اسانه هم نه وي.
د رویټرز اژانس په وینا، د ناروې هيواد د بهرنیو چارو وزیر “برټ ایډي” د طالبانو د دفتر د پرانیستلو تر اعلان وروسته په اوسلو کي وویل؛ له تېرو څو میاشتو راهیسي په ناروې کي پټي خبري رواني وې او د طالبانو دغو پټو خبرو دې ته لاره پرانیسله چي په دوحه کي دوی سیاسي دفتر خلاص کړي.
طالبانو نن ورځ د امريکا په غوښته د خپل دفتر څخه د اسلامي امارت نوم او همدا ډول خپل بيرغ ليري کړ .