کور / تازه خبرونه / تازه خبر كابل : درنه چاودنه سوې او مرګ ژوبله هم لري

تازه خبر كابل : درنه چاودنه سوې او مرګ ژوبله هم لري

څو شېبي مخکي د کابل ښار په پل سرخ سيمه کي، د ولسي جرګي د غړي محقق پر موټريز کاروان ځانوژونکی بريد وسو.
چاودنه ډېره زوروره وه او تر ډېرې سيمې پورې يې غږ اورېدل سوی دی.
د پېښې له سيمې څخه يوه عيني شاهد وويل، چي دغه چاودنه د پل سرخ له څلورلاري څخه، د کارتۀ چهار لوري سره سوي ده.
ويل کېږي، چي دغه چاودنه ځانوژونکی بريد و او له امله يې درنه مرګ ژوبله هم اوښتي، خو کره شمېره يي نه ده معلومه.
تر اوسه د پېښي په اړه امنيتي ځواکونو هم څه نه دي ويلي.
نور جزيات وروسته …