کور / تازه خبرونه / وردګ : د منظورو سوو پروژو د کارو د پېل غوښتنه وسوه

وردګ : د منظورو سوو پروژو د کارو د پېل غوښتنه وسوه

د میدان وردګو والي په مشرۍ د دغه ولایت د ولسي او ولایتي شورا استازي د مرکزي ادارو څخه دمنظورو شویو پروژو د عملي چارو د پیل کيدو غوښتنه کوي.
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي،په ولسي جرګه کي د میدان وردګو دخلکو استازي ښاغلي مجیدخان او د ولايتي شورا مرستیال حاجي حضرت محمدجانان نن (دوشنبه) دولایت په مقام کي په یوه ځانګړي ناسته کي د دي ولایت لپاره د وزارتونو له لوري منظورو شویو پروژو د عملي چارو د ژر پیل کيدو غوښتنه وکړه .
دوی د خپلو خبرو په ترڅ کي وویل : په راتلوونکي اونیو کي به د دغه ولایت د والي په مشرۍ په ولسي او ولایتي شورا ګانو کي د دغه ولایت دخلکو استازو سره یوځای هغه وزارتونو او ادارو ته ورځي،د کومو له لوري چي د دي ولایت لپاره پروژي منظوري شوي او عملي چاري نه پيل کیږي.
د دغه مشرانو په وینا کله یي چي هر وزارت او یا بلي مرکزي اداري څخه د پروژي غوښتنه کړي هغوی ورته منظور کړي چي د همدي امله دوی تري مننه کوي خو دا چي دغه ولایت کي موسمي ستونزي دي او یواځي څو میاشتي د بیارغوني کارونو لپاره لري باید ژر یي عملي چاري هم پیل شي.