د چک جمهوريت صدراعظم پيټر ناچاس خپله استعفى اعلان کړه.
ناچاس د اداري فساد او جاسوسۍ په يوه مسئله کي داخل ګڼل کيږي، چي نژدي مرستياله يي هم په کښي ونډه لري.
پيټر ناچاس څو ورځي وروسته تر هغه استعفى کوي، چي څارنوالانو يي د دفتر رئيسه يانا ناګيووا تورنه کړه چي د پارلمانو غړو ته د رشوت په ورکولو سره يي د استخباراتو اداري کارکوونکو ته امر کړى چي د صدراعظم د ميرمني او نورو کسانو په اړه جاسوسي وکړي.
ټاکل شوي ناچاس خپلي ميرمني ته طلاق ورکړي، ده ويلي د دغو تورونو په اړه په څه نه دى خبر، خو دا دومره جدي دي، چي له ده سره يوځاى شويو سياستوالو ورته ويلي — نور يي ملاتړ نه کوي.
د چک جمهوريت د اساسي قانون له مخي اوس نو بايد ټول حکومت ړنګ سي.