د ولايتي شوراګانو رييسانو په امنيتي ګواښونو او د ولايتي شوراګانو دقانون په نوي مسوده کي د نظارتي نقش په لري کولو انديښنه څرګنده کړه او ددغو دوو ستونزو د حل غوښتنه يي وکړه .
نن د ولايتي شوراګانو رييسانو او د مشرانو جرګي رييس او مرستيالانو د ولسي جرګي دکنفرانسونو په تالار کي د يوي ناستي په ترڅ کي د ولايتي شوراګانو په صلاحيتونو، د شوراګانو په رول او امنيتي ستونزو بحث وکړ .
د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد په نننۍ خبري غونډه کي وويل، چي ولايتي شوراګانو د هغه قانون له مخي ، چي په ١٣٨٦ لمريز کال کي ترتيب شوى و، نظارتي رول درلود .
خو د هغه په وينا، د ولايتي شوراګانو کوم قانون چي همدا اوس په ولسي جرګه کي دى ، د ولايتي شوراګانو نظارتي رول په مشورتي رول بدل شوى دى .
هغه او د ولايتي شوراګانو ځينو نورو ريسانو هم غوښتنه وکړه ، چي ولايتي شوراګانو ته دي نظارتي رول ورکړل شي .د غزني د ولايتي شورا رييس عزيزالله پويا وويل ، چي د ولايتي شوراګانو غړي له امنيتي ستونزو سره مخ دي او په دي وروستيو کلونو کي ددغو شوراګانو څلور رييسان او شپږ غړي په وسله والو بريدونو کي وژل شوي دي .
نوموړي زياته کړه : “همدا اوس د ملي امنيت د محترم رياست له خوا راته په پرله پسي ډول مکتوب راځي ،چي ژوند دي په خطر کي دى ، په کويټه کي د طالبانو شورا تصميم نيولى، چي په تاسي بريد وکړي، په نورو ولايتونو کي هم د ولايتي شوراګانو غړو ته همداسي ويل شوي دي .”
دده په وينا، چي تر اوسه پوري د ولايتي شورا د غړو د امنيت خوندي کولو لپاره دامنيتي ارګانونو له خوا هيڅ عملي اقدام نه دى شوى ،هغه زياته کړه : ” په دي وروستيو کي دکورنيو چارو وزارت له خوا يو مکتوب راغلى، چي د ولايتي شوراګانو ساتونکي دي حذب شي .”
د زابل ولايت د ولايتي شورا مرستيالي فوزيي يونيسي ، چي د غبرګولي مياشتي په ٢٠ مه ددغه ولايت په مرکز کي په يوه ځانمرګي بريد کي سرسري ټپي شوي وه ، له پژواک سره په خبرو کي له امنيتي ستونزو سر وټکاوه او ويي ويل، چي پخوا د ولايتي شورا هر رييس دوه ساتونکي لرل؛ خو له نږدي يوي مياشتي راهيسي دکورنيو چارو وزارت دغه ساتونکي بيرته خپلو پخوانيو دندو ته غوښتي دي . ده او د ولايتي شوراګانو ځينو نورو رييسانو هم وويل، چي په دغه برخه کي له سره کتنه وشي .
د مشرانوجرګي رييس فضل هادي مسلميار وويل ، چي د ولايتي شوراګانو د استازو ستونزي د انديښني وړ دي او بايد چي دحل په موخه يي اقدام وشي .
هغه وويل، په همدي موخه يي د امنيتي ارګانونو له چارواکو څخه غوښتي، څو راتلونکي چهار شنبه مشرانو جرګي ته حاضر شي .نوموړي څرګنده کړه ، چي د ولايتي شوراګانو د غړو ستونزي به هم له هغوى سره مطرح کري .
دکورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نجيب الله دانش پژواک خبري آژانس ته وويل، چي د ددولت د مهمو کسانو له کړنلاري سره سم بايد د ولايتي شورا د هر رييس لپاره دري ساتونکي وګومارل شي ، چي دغه چاره اوس هم پر ځاى ده .
د هغه په خبره ، له دغي کړنلاري سره سم بايد د ولايتي شورا ګانو رييسان د باور وړ کسان دغه وزارت ته معرفي کړي ،څو وزارت له لازمي روزني وروسته ، هغوى د ساتونکي په توګه وګوماري .
نوموړي وويل:”د ولايتي شورا ګانو ځيني رييسانو تر اوسه پوري داسي کسان دغه وزارت ته نه دي ور پيژندلي او هغه شمير کسان ، چي وزارت ددغو رييسانو د ساتونکو په توګه ګومارلي وو ، بيرته پخوانيو دندو ته غوښتي ، څو رييسان د کړنلاري مطابق خپل باوري کسان ور وپيژني .
دانش زياته کړه، چي دکورنيو چارو وزارت د ولايتي شورا د غړو د امنيت په خوندي کولو کي هيڅ ډول غفلت نه دى کړى .