کور / تازه خبرونه / د ٦ کالو راهيسي د مس عينک د پروژې کار بند دئ

د ٦ کالو راهيسي د مس عينک د پروژې کار بند دئ

له تيرو شپږو کلونو راهيسي د مس عينک د پروژي کار د بيلا بيلو عواملو له کبله له خنډ او ځنډ سره مخ دى. د محمداغي ولسوال عبدالحميد حامد وايي، چي د مس عينک پروژي کار کوونکو ته امنيتي ګواښ او په دي سيمه کي د تاريخي اثارو شته والي، کار له خنډ سره مخ کړى دى.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، کله کله پر کان کيندونکو او د کمپنۍ پر کار کوونکو راکټي بريدونه هم کيږي، چي د دي ستري ملي پروژي پر وړاندي ستونزي راولاړوي.
ولسوال زياتوي، د کمپنۍ چينايي کار کوونکو ورته ويلي، که د دوى امنيت خوندي نه شي، نو کار به ودروي.
ده زياته کړه، چي د يادي پروژي د امنيت خوندي کولو په موخه يي هڅي پيل کړي دي.
د ولسوال په وينا، د پروژي په شاوخوا سيمو کي د لرغونو اثارو د را ايستلو کار يي هم ځنډولى او په دي اړه يي د اطلاعاتو او کولتور وزارت هم په جريان کي کړى دى.
هغه زياتوي، د لرغونو اثارو د را ايستلو لړۍ بايد د تير ١٣٩١ کال تر پايه بشپړه شوي واى، خو تر دي مهاله د سيمي ٧٠٠ کار کوونکي په دي نه دي توانيدلي، چي دغه لرغوني اثار راټول کړي او د کار پر وړاندي شته خنډ له مخي لري کړي.
د ده په خبره، د يادو ستونزو له امله د “ايم سي سي” چينايي کمپنۍ تر نيمايي ډير کار کوونکي له سيمي تللي او د کان کيندني چاري په ټپه ولاړي دي.
د عينک د مسو کان شپږ کاله مخکي د “ايم سي سي” په نوم چينايي کمپنۍ ته وسپارل شو، چي د امنيتي او تخنيکي خنډ له امله د مسو را ايستلو په کار کي هيڅ پرمختګ نه دى شوى.
د لوګر د ولايتي شورا رييس ډاکټر عبدالولي وکيل هم دا مني، چي د مس عينک پروژي د کار پر وړاندي امنيتي خنډونه د دي لامل شوي، چي په چارو کي يي ځنډ راشي.
نوموړي ادعا وکړه، چي د يونسکو له لوري په سيمه کي د تاريخي اثارو د موندني په کار کي خيانت او فساد روان دى.
وکيل زياتوي، د تاريخي اثارو د موندني لپاره د سلګونو کارګرو په نوم پيسي او معاشونه راځي، خو په دي پروژه کي تر ٥٠ کسه زيات کارګر نشته.
هغه پژواک اژانس ته وويل، د دي ستري ملي پروژي کار د تاريخي اثارو د موندني په پلمه ځنډيدلى دى؛ په داسي حال کي چي له دي پروژي هر کال ميليونونه ډالر عوايد ترلاسه کيداى شي.
د ولايتي شورا رييس وايي، چي د دي پروژي پر وړاندي ځيني غربي هيوادونه او نړيوال بانک په ګډه سياسي، امنيتي او اقتصادي خنډونه جوړوي.
نوموړي دغه راز ادعا وکړه، چي د نړيوال بانک له لوري د مس عينک پروژي د شاوخوا کليو خلک د کابل سرينا هوټل ته ورغوښتل کيږي او هلته د پروژي خلاف ناسمي مشوري ورکوي.
خو د لوګر د والي وياند دين محمد درويش وايي، د کان کيندني په مخکي هيڅ ستونزه نشته او د کمپنۍ يو شمير چينايي کار کوونکي په رخصتۍ خپلو کورونو ته تللي دي.
خو يوه امنيتي سرچينه، چي نه غواړي نوم يي واخيستل شي، وايي چي د امنيتي ګواښونو او راکټي بريدونو له امله کار له خنډ سره مخ شوى او ډيرى چينايي کارکوونکي له سيمي وتلي دي.
دا په داسي حال کي ده، چي دوه ورځي مخکي د محمداغي په سرخاب دره کي ګډ پوځي عمليات پيل شول، ترڅو د عينک د کان پر وړاندي شته امنيتي ګواښونه له منځه ولاړ شي.