کور / تازه خبرونه / د لوړو زده کړو د قانون ځيني اختلافي مادې تصويب سوې

د لوړو زده کړو د قانون ځيني اختلافي مادې تصويب سوې

ولسي جرګي د لوړو زده کړو قانون ځيني اختلافي مادي تصويب کړي، چي د يوي مادي له مخي يي بايد د پوهنتونونو رييسان د استادانو تر منځ د ټاکنو له لاري وټاکل سي.
د عدليي وزارت شاوخوا ٧ کاله وړاندي د لوړو زده کړو قانون مسوده د تصويب په موخه ولسي جرګي ته وړاندي کړي ده.
په تيرو څو کلونو کي د قانون په ياده طرحه کي د “پوهنتون او دانشګاه او پوهنځي او دانشکدي” کلمو د کارولو په اړه په ولسي جرګه کي څو ځلي بي پايلي بحثونه شوي او پر سر يي څو ځلي لفظي او فزيکي شخړي شوي دي.
دغه طرحه نن يو ځل بيا د ولسي جرګي د ديني، فرهنګي، لوړو زده کړو او پوهني کميسيون له خوا د جرګي عمومي غونډي ته د تصويب په موخه وړاندي شوه، خو د يادو کلمو په اړه بحث ونه شو.
د ياد کميسيون مشري هيلۍ ارشاد وويل، چي پر دي طرحه د جرګي په اتلس ګونو کميسيونو کي بحث شوى او نهه اختلافي توکي لري.
د هيلۍ د معلوماتو له مخي ، د قانون په دي طرحه کي حکومت وړانديز کړى چي د پوهنتونو رييسان بايد د پخوا په څير د ولسمشر له خوا وټاکل شي.
خو د هغي په وينا، کميسيون وپتييله چي د پوهنتونونو رييسان بايد د درييو کلونو لپاره د استادانو له خوا د سري او مستقيمو رايو له لاري وټاکل شي.
د جرګي په عمومي غونډه کي له حاضرو شاوخوا ١٤٠تنو څخه د اصل متن لپاره ٥٢ تنو او د اتلس ګونو کميسيونونو له خوا د وړانديز شوي تعديل لپاره ٨٣ تنو رايه ورکړه.
د هغي په وينا، په دي طرحه کي حکومت وړانديز کړى، چي د پوهنتونو مرستيالان بايد د لوړو زده کړو موسسو د علمي شورا له خوا ولسمشر ته د تاييد په موخه معرفي شي.
خو د دي په وينا، د جرګي يو شمير کميسيونونه ټينګار کوي، چي د پوهنتونونو مرستيالان بايد د پوهنتون د رييس پر وړانديز او د لوړو زده کړو وزارت او ولسمشر په منظورۍ وټاکل شي.
وروسته د جرګي له حاضرو ١٤٠ غړو څخه ٨٨ تنو د کميسيونونو نظر تاييد کړ.
ولسي جرګي په ياده طرحه کي د حکومت هغه وړانديز تاييد کړ، چي د پوهنتون مرستيال استاد بايد پر يوي معتبري بهرنۍ ژبي تسلط ولري.
د يادي مادي تر تصويب وروسته په شاوخوا دوولس نيمو بجو او وړاندي تر دي چي د جرګي مشر د غونډي د پاى اعلان وکړي وکيلان له خپلو ځايونو پاڅيدل او ويل يي چي وخت پوره شو.
د ولسي جرګي دوهم مرستيال محمد صالح سلجوقي چي نننۍ غونډ يي په مشرۍ جوړه شوي وه وويل: ((زه له وکيل صاحبانو څخه مننه کوم، چي نن مو تر پايه پوري نصاب درلود.))
سلجوقي وويل، چي د يادي طرحي پر نورو مادو به د جرګې په راتلونکي غونډه کي بحث وسي.