په خوست کي د امنيتي ځواکونو له لوري له ډيورنډ کرښي د اوښتو پر مهال څلور ځانمرګي نيول سوي دي.
د خوست ولايت د رسنيو له دفتره په خپره سوي خبرپاڼه کي راغلي، چي دغه کسان د روزني لپاره پاکستان ته روان وو.
د خبرپاڼي له مخي، له ډيورنډ کرښي د اوښتو پر مهال اوه کسه نور هم نيول سوي، چي د دولت له وسله والو مخالفينو سره يي اړيکي درلودي.
خبرپاڼه د خوست د ملي امنيت د رييس جنرال عبدالواسع احمدزي له قوله ليکي، دغه اوه تنه يي د تيري يوي اونۍ په اوږدو کي نيولي دي.
احمدزى همداراز وايي، نيول سوو کسانو د څيړنو پر مهال دا منلي، چي پاکستان ته د ځانمرګو بريدونو د روزني په موخه روان وو.
په خبر پاڼه کي د دغو کسانو د نيول کيدو د سيمي او ځاى يادونه نه ده سوي.
د خوست والي جبار نعيمي ويلي، چي په خوست کي د ټينګ امنيت راتلو لامل د امنيتي ادارو همږغي ده.
وسله والو طالبانو په دي اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.