وسله وال طالبان ادعا کوي، چي د کندهار امنيه قوماندان په بيلابيلو ولسواليو کي ٣٢ طالب بنديان په ډله ييزه توګه وژلي، خو د کندهار امنيه قوماندان بيا دغه ادعاوي ردوي او وايي، چي وسله وال په دي ډول تبليغاتو کي خپلي ګټي لټوي.
د وسله والو طالبانو د وياند قاري يوسف احمدي له خوا رسنيو ته په استول سوي اعلاميه کي ادعا سوې، چي له تيرو څو ورځو راهيسي د کندهار په ارغستان، سپين بولدک او تخته پُل اولسواليو کي د دوى ٣٢ کسان چي په بيلابيلو زندانونو کي بنديان وو، په ډله ييزه توګه وژل سوي دي.
په اعلاميه کي راغلي، له دي ډلي ٦ د سپين بولدک ولسوالۍ په قراره ګاه، ٨ د تخته پُل په بوزو څوکۍ، ٦ د ارغستان په بالا ژړه، ٧ په شين نري سيمه کي او ٥ نور د ارغستان په توره ګاره سيمه کي تر بند او شکنجي وروسته په ډله ييزه توګه وژل سوي دي.
خو د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق د وسله والو طالبانو دغه ادعاوي بي بنسټه بولي او وايي، چي وسله وال مخالفين د دغه راز تبليغاتو له لاري ناوړه استفاده کوي او د خلکو ذهنيتونه بدلوي.
هغه وويل، چي که بنديان وژل کيداى، نو دا مهال په کندهار کي تر ١٨٠٠ ډير بنديان سته، چي ډير يي په وسله والو پوري تړاو لري، نو هغوى به وژل سوي واى.