کابل پژواک د خبر له مخې :د پاکستان وتلي پښتون سياستوال محمود خان اڅکزي ملي شورا ته د وينا پر مهال په ډاګه کړه، چې پاکستان په افغانستان کې لاسوهنه کوي.د پښتونخوا عوامي نېشنل ګوند مشر دغه څرګندونې په اسلام اباد کې د ملي شورا ( قامي اسمبلۍ) هغې ځانګړې غوندې ته وکړې، چې د بلوچستان ايالت د وروستيو ناامنيو له امله جوړه شوې وه.محمود خان اڅکزي ملي شورا ته د وينا پر مهال د پوځ او استخباراتي ادارې (اى اېس اى) نوم وانه خيست، خو په ټوليزه توګه يې پر امنيتي ارګانونو سختې نيوکې وکړې.هغه زياته کړه: ((د پاکستان امنيتي او ا ستخباراتي ادارې دومره پياوړې دي چې له خړو اوبو څخه ستنه پيدا کولى شي، خو په کوېټه کې امنيت نه شي ټينګولى.))د نوموړي په وينا، ټوله نړۍ د پاکستان دښمنه شوې ده او د نړيوالو ډېرى ادعاوې او تورونه هم ثابت شوي دي.اڅکزي وويل: ((حقيقت دا دى چې موږ په افغانستان کې لاسوهنه کوو، اسامه د پوځ مرکز ته نږدې ووژل شو، اټوم بم مو خرڅ کړو او په قبايلي سيمو کې مو وسله والو ته پناه ورکړې ده.))د هغه په وينا، پخوانى پوځي چارواکى کرنېل امام په خپله اعتراف کړى و، چې ٩٥ زره کسانو ته يې په بېلابېلو برخو کې پوځي روزنه ورکړې، چې له حکومت سره يې هېڅ اسناد نشته.هغه غوښتنه وکړه، چې له قبايلي سيمو څخه دې پوځ و ايستل شي او په دې سيمو کې له مېشتو وسله والو طالبانو سره د امريکا په ګډون خبرې اترې پيل شي.خو اڅکزي وويل، چې د خبرو اترو له پيلېدو سره سم دې امريکا په قبايلي سيمو کې بې پيلوټه بريدونه بند کړي.د پښتونخوا عوامي نېشنل ګوند مشر وايي، چې پر پاکستان ټول لګېدلي تورونه ثابت شوي دي.هغه زياته کړه: ((امريکا خو ليونۍ نه ده، چې پر قبايلي سيمو پر بې پيلوټه بريدونو سلګونه زره ډالر لګښت کوي، دا يو حقيقت دى چې هغه وسله وال شتون لري.))نوموړي وويل، چې ټوله نړۍ د پاکستان دښمنه ګرځېدلې، چين هم له پاکستانه خپه دى، خو اوس وخت کم دى او بايد ژر تر ژره اصلاحات راوستل شي.