کور / تازه خبرونه / پکتيا : پر يوه کور توغندى لګېدلى

پکتيا : پر يوه کور توغندى لګېدلى

د پکتیا چارواکي وایي، په څمکنیو ولسوالۍ کي پر یوه کور د توغندۍ د لګيدو له امله دري ماشومان ټپیان سويدي.دغه پيښه تیر شپه رامنځ ته سوې ده

د څمکنیو اولسوال صالح محمد احساس وویل؛ ماشومان چي دوه لس کلن هلکان او یوه دولس کلنه نجلی ده، د یادي ولسوالۍ روغتون ته وړل سوي دي.

تراوسه څرګنده نه ده چي دا توغندی چا توغولى دئ.