کور / تازه خبرونه / د کرهڼي وزير د ملګرو ملتونو د کرهڼي او خوړو د سازمان مشر سو

د کرهڼي وزير د ملګرو ملتونو د کرهڼي او خوړو د سازمان مشر سو

په ايټاليا کي د افغانستان سفارت له خوا په خپره شوي خبرپاڼه کي، چي پرون خپره سوي، راغلي چي محمداصف رحيمي تيره ورځ د ايټاليا په روم ښار کي د ملګرو ملتون د خوړو سازمان په اته ديرشم کنفرانس کي د دي سازمان د مشر په توګه وټاکل سو.
د ياد سفارت د معلوماتو له مخي، له ٦٠مي لسيزي وروسته، د لومړي ځل لپاره د افغانستان يوه پياوړي او تجربه کار ډيپلومات عبدالرحمن پژواک د ملګرو ملتون عمومي غونډي مشرتوب کړى و او دا دوهم ځل دى، چي افغانستان د يوه لوى کنفرانس مشرتوب په غاړه اخلي.
سرچينه ليکي، د ملګرو ملتونو د خوړو سازمان کنفرانس له هرو دوو کالو وروسته يو ځل ترسره کيږي، چي په هغه کي د سلو هيوادونو د کرني د بهرنيو چارو وزيران او د لسو هيوادونو ولسمشران ګډون کوي او د بوديجي او اړوندو مسايلو په اړه بحث کوي.
په خبرپاڼه کي راغلي، چي ياد کنفرانس به په ايټاليا کي د چنګاښ تر دويمي پوري دوام وکړي.