د پاكستان استخبآراتي اداري ويلي دي چي دغي ميرمني د كوټي په بروري سړك باندي د سرداربهادر خان ويمن يونيورسټۍ په بس موټركي ځان الوزولى دى
ډان نيوز اداري د استخباراتي اداري يوه چارواكي د نوم نه ظاهرولو په شرط ويلي دي چي دغه ميرمن په برياليتوب سره تر زده كوونكيو وړاندي په بس كي سپره سوي وه، خو كله چي زده كوونكي بس ته ختلي دي نو هغي ځان الوزولى دى، چي له ځان سره يي تر ديرشو ډيرو زده كوونكو ته مرګ ژوبله اړولي وه، د ده په خبره چي: د ځانمرګي بريدکوونکي په اړه ورسره نور هيڅ مالومات نسته،
د ورځپاڼي د راپور په حواله چي وايي: د لشکر جهنگوي په نوم ډلي د کوټي د دغه بريد پړه پر غاړه اخستي ده