کور / تازه خبرونه / هلمند : ځانمرګي بريد درو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

هلمند : ځانمرګي بريد درو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د هلمند ولايت په مرکز لښکرګا کي ددي ولايت د امنيي قومندان پر موټريز کاروان ځانمرګى بريد تر سره سوى دى.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي چي دا بريد نن سهار شاوخوا اووه بجي د هلمند پر امنيه قومندان عبدالنبي الهام تر سره سوى خو هغه روغ رمټ ځنی وتلى دى.
ځواک وايي چي موټر بم ځانمرګى د امنيي قومندان پر تعقيبي موټر سوى کوم چي پر مهال يي دري تنه ژوبل سوي دي.
هغه زياتوي چي دري سره ژوبل سوي کسان پوليس دي او کوم بل چا ته په دي پيښه کي زيان نه دى اوښتى.
بل خوا ته وايي چي پيښه دقيقا د زړي ښاروالى ته څيرمه سوي ده او ولسي وګړي په دي پيښه کي نه دي زيانمن سوي.
تر اوسه کومي ډلي ددي پيښي پړه نه د منلي.