د عينو مېني لوبډله د کندهار د فوټبال اتلولي ترلاسه کړه
په کندهار کي د عينو مېني فټبال لوبډلي په پايلوبه کي د لوى احمدشاه بابا عالي لېسې فټبال لوبډلي ته په ماتي ورکولو سره د کندهار د فټبال د اتلولۍ تاج پر سر کړى.
د کندهار په احمدشاهي لوبغالي کي د فټبال دغه ټورنامينټ يوه نيمه مياشت مخکي د ١٤ الف لوبډلو ترمنځ پيل سوى و چي پايلوبه يې تېره ورځ د احمدشاه بابا لېسې او عينو مېني لوبډلو ترمنځ تر سره سوه.
احمدشاه بابا لېسې فټبال لوبډله ونه توانېده چي د تيري ورځي په لوبه کي له خپلي اتلولۍ دفاع وکړي او پايلوبه يې دوه د يوه ګول په مقابل کي د عينو مېني ځواني لوبډلي ته وبايلله.
ددې ټورنامينټ له جوړېدو څخه هدف د ځوانانو په منځ کي د فټبال لوبي مينه غښتلي کول وه.
د يادو سوو لوبو ليدلو ته به روزانه د کندهار په احمدشاهي لوبغالي کي په زيات شمير د فټبال نندارچيان راتلل او دواړي خواوي به يې په خپلو چکچکو او ولولو سره بدرګه کولې.
تر پايلوبي وروسته د ټورنامينټ پر غوره ټيم، لوبغاړو او منيجرانو باندي تحايف او جوايز هم ووېشل سول او په دې توګه يې له ښو کارکردګيو څخه ستاينه وسوه.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه