سوات د بي بي سي د خبر له مخې د هرې سیمې د کلتور په وده کې د هنرمندانو ونډه خورا مهمه بلله کېږي. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د سوات سیمې هنرمندانو خپل مسلک پرې ایښی و، خو سیمې کې د طالبانو واکمنۍ له پای ته رسېدو وروسته اوس د دغې سیمې هنرمندانو، سندرغاړو، نڅاګرو بېرته خپل هنر ته مخه کړې او ځانونه خوشحاله بولي.د دوی په وینا دغه هنرونه ورته له پلرونو نیکونو پاتې دي او دوی د خپل همدې هنر پر مټ خلکو ته د سولې او خوښۍ پیغام ورکوي.د سندرغاړو او نورو هنرمندانو د شتون له پلوه د سوات خاوره خورا بډایه ده. ویل کېږي، چې د خیبر پښتوخوا ایالت د هنرمندانو سم نیمايي د سوات سیمې اوسېدونکي دي.د سوات یوه هنرمند، چې خپل مستعار نوم ریحان ښيي وویل” د توندلارۍ له خوف سر مخامخ هنرمندان له سیمې د طالبانو له شړل کېدو وروسته اوس سیمه کې د تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره هلو ځلو کې مرسته کوي.”د نوموړي په خبره “سوات کې د واکمنۍ پر مهال طالبانو موسیقي حرامه بلله او د سیمې مشهوره نڅاګره شبانه یې ووژله، چې له کبله یې نور هنرمندان له سیمې تښتېدو ته اړ شول او پښتو موسیقي له زوال سره مخامخ شوه”یوه طبله غږونکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل” طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال د موسیقي ځپلو لپاره هر ممکن کوښښ وکړ او همدا وجه ده، چې یو شمېر کورنۍ اوس هم خپلو ښځینه وو ته په مسلکي توګه د سندرو ویلو اجازه نه ورکوي.”د نوموړي په وینا “خپل ژوند ته له متوجه خطرونو سره سره د موسیقۍ د ژوندۍ ساتلو لپاره هلې ځلې کوونکي هنرمندان د ستایلو وړ دي.”یوې سندرغاړې وویل، چې موسیقي یې ډېره خوښه ده او له همدې کبله یې له ټولو ټولنیزو خنډونو، ګواښونو او کورنیو بندیزونو سره سره سندرو ویلو ته مخه کړه.د هغې په وینا خپل مسلک ته دوام ورکول یې نه یوازې د ذوق خبره ده، بلکې دایې له اقتصادي پلوه هم د ځان بساینې وسیله ده. د نوموړې په خبره له ټولو خطرونو سره سره غواړي د مینه والو زړونو کې ځای ومومي.د مینګورې یوې نڅاګرې وویل، چې د خوښي مراسمو ته اوس له وېرې پرته ځي. د نوموړې په وینا خپل همدا هنر یې د عاید یوازینۍ وسیله ده.”سوات کې له کلونو وروستي ټلویزیوني فلمونه او ډرامې جوړېدل هم پیل شوي، چې د زرګونو خلکو لپاره د روزګار وسیله دي.”سوات کې له کلونو وروستي ټلویزیوني فلمونه او ډرامې جوړېدل هم پیل شوي، چې د زرګونو خلکو لپاره د روزګار وسیله دي.
خیبر پښتونخوا کې هر کال شاوخوا ۲۰۰ ټلویزیوني فلمونه او ډرامې جوړېږي، چې ډېر انځوریز کلیپونه یې په سیاحتي سیمو کې اخیستل کېږي.
د یوه ځايي پروډیو سر په وینا د ده په فلمونو او ډرامو کې شامل هنرمندان ډېر خوشحال دي، ځکه د دوی په وینا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال سوات کې تر ټولو ډېر فشار پر همدې قشر موجود وو.د هغه په وینا هنرمندان هغه وخت د تورې دورې په نوم یادوي، ځکه طالبانو سیمه کې د موسیقۍ الاتو په پېر او پلور هم بندیزونه لګولي وو.سوات کې د طالبانو واکمنۍ له پای ته رسېدو راهیسې سي ډي دکانونه او مارکیټونه هم بېرته فعال شوي دي. د ملکنډ سیمې یوازینۍ سینما هم بیا پرانیستل شوې او د شاوخوا سیمې خلک يه کې د فلمونو نندارې ته راځي.