د هېواد د بهرنيو چارو وزارت د کندهار پر سرحدي پوليسو د بريد په غبرګون د پاکستان سفارت سرپرست جان بهادر احضار کړ.
د بهرنيو چارو وزارت له لوري د خپره سوې خبر پاڼي لمخي، د دغه وزارت د لومړي سياسي رياست مرستيال بابه خان اسلمي تېره ورځ په احضاريه ناسته کي د پاکستان سفارت سرپرست ته وويل ، چي دغه ډول کړني افغان دولت او ولس ته په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي او د هغه هر ډول دوام کولاي سي، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي په جدي توګه اغېزمني کړي .
ښاغلي اسلمي همداراز ګواښ وکړ، چي د ډيورنډ له هغي غاړې څخه د دغه ډول حملو د تکرار په صورت کي به افغان امنيتي ځواکونه د پاکستان پر پوځي پوستو د ورته بريدونه حق تر لاسه کړي .
د پاکستان د سفارت سرپرست له دي پېښي څخه د نه خبرتيا د څرګندولو ترڅنګ، دغه پېښه وغندله او زياته يي کړه ، چي دغه ډول بريدونه کولای سي د دواړو لورو ترمنځ دوستانه اړيکو ته زيان ورسوي.
پاکستانيو ځواکونو د کندهار ولايت پر معروف ولسوالۍ د تېري جمعې په ورځ د سپکو او درنو وسلو بريد کړى و، چې په پايله کي يي يو سرحدي پوليس ووژل سو او دوه نور پوليس ټپيان سوي وو.