په روزګان کي چاودني لسو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړول .
د روزګان ولايت په چوره ولسوالۍ کي د ملکي خلکو پر بايفور موټر د ماين چاودني له امله څلور ملکي وګړي ووژل سوه او شپږ نور ټپيان سوه .
چاودنه نن سهار شپږنيمي بجې د دې ولسوالۍ د کوتل په سيمه کي پر هغه موټر سوې ده چي له ګيزاب څخه د مرکز ترنيکوټ په لور روان وو .
د روزګان د والي وياند عبدالله همت وايې چي د ټپيانو حالت د انديښني وړ دی او چاودنه د سړک د غاړي ماين وو .
د پيښی مسوليت تر اوسه کومي وسله والي ډلي په غاړه ندي اخیستي .