کور / هراړخیز / بې سيسټمه هيواد د بيروکراسۍ په لومو کې

بې سيسټمه هيواد د بيروکراسۍ په لومو کې

څو وړاندي مې د خپلو زده کړو د ورستي سند (ديپلوم) اخستلو لپاره عريضه وکړه. په لومړي سر کې خو مې عريضه نږدې ديرلس ځايه د څلورو ورځو په اوږدو کې چې هري امضا لږ تر لږه پنځه ساعته وخت واخستى خلاصه کړه. د عرضيې له پاى ته رسېدو وروسته مې يو څه زړه پر پښتيو شو چې ځه که خداى کول کار خو خلاص شو؛ خو زه خبر نه وم چې اصلي خبره په مخکي وه. څه سر به مو خوږوم له پنځلسو ورځو منډو رامنډو وروسته مې خپل ديپلوم په داسي حال کې تر لاسه کړ، چې يو سل شپږ دېرش امضاوي، څلور ديرش مکتوبونه او درېڅلوېښت فورمې مې ډکي کړي وې.

دا چې زما سره، چې په کابل پوهنتون او د لوړو زده کړو په وزارت کې د ډېرو اړيکو درلودونکى کس بلل کېږم دا کانه کېږي، نو دا به زموږ د بېچاره اولس د هغو ځوانانو چې له ليري پرتو ولاياتو او ولسواليو څخه راځي څه حال وي. ډېر کله په رسمي ادارو کې وينم چې کار کوونکي په فيسبوک او يا هم چاى خوړولو بوخت وي، له مراجعينو څخه عرضپاڼي ټوله وي او دوې يا هم درې ورځي وروسته وخت ورکوي او که چيري په مراجعينو کې کوم سترګور پيدا شي، دوى تر هغه په زياتي بې شرمي ورته وايي، چې ولاړ شه رئيس ته عرض وه که؛ موږ هم انسانان يو، ماشينان نه يو. يا دي پرسونل زيات کړي او يا دي هم زموږ تنخوا را زياته کړي.

دا مشکل افغانسان ته له نن څخه ور پېښ نه دى. له کومه چي د دې ملک بنسټ اېښودل سوى دى، د دې ملک کارونه همداسي روان دي او تر ننه هيڅ واکمن د دغي ستونزي پر ابعادو او يا هم د اولس او دولت تر منځ د يوه پول پر جوړولو فکر نه دى کړى. نو همدغه علت دى چي په دې ملک کي هيڅ ډول حکومت دوام نه دى کړى. که ازاديان راغلي، هغوى هم خلګو په چکچکو تر ښار ايستلي. که اسلاميان راغلي، هغوى هم خلګو په شرمنو شرمولي او که ديموکراټان راغلي دي، په هغوى پسي هم خلګو ټيمان را اخستي دي. دا کانه به تر هغه روانه وي، چي ملت او دولت يو بل نه وي سره پيدا کړي.

دلته يوه ډېره عجبه پوښتنه دا را منځ ته کيږي، چي د دولت کسان خو هم د همدې ولس له منځه راوتلي خلګ دي او په اصل کي ټول چارواکي خپله د همدې ملت برخه ده او ډېرى کسان خو داسي دي چي هيڅکله خلګو ته د ستونزو په جوړولو راضي نه دي. نو بيا مشکل چيري دى؟ ولي هيڅکله زموږ اولس له دولت څخه راضي سوى نه دى او ولي هيڅکله زموږ اولس د يوه دولت ملا نه ده تړلې؟ د دې پوښتني جواب هم ډېر ساده دى او هم ډېر پېچلى. ساده په دې دى، چي په نړۍ کې په سلګونه هيوادونه شتون لري او په هيڅ هيواد کې به يو اولس له خپل دولت سره دونه په کړاو کې نه وي لکه څومره چې زموږ اولس له خپل دولت سره په کړاو کې دى. نو کله چې موږ د نورو مملکتونو دولتونو ته ګورو نو زموږ د دولت تر ټولو عمده ستونزه په ډيري اسانۍ سره په لاس راځي. هغه ستونزه دا ده چې زموږ په هيواد کې تر ننه پوري هيڅ دولت سيسټم نه دى جوړ کړى. دا صحيح خبره ده چي هر نظام چې راغلى د ځان سره يې خپل سيسټم درلودلى دى. مګر اصلي خبره دا ده، چې هيڅ نظام د بل نظام پر سيسټم نه دى تللى. مګر په ټوله نړۍ کې خبره بل ډول ده. هلته سيسټم يو سيسټم دى هر نوى دولت چې منځ ته راځي، پر هم هغه يوه سيسټم کار کوي. يوازي سيسټم چلونکي بدليږي. مګر زموږ بدبختي په دې کي ده، چې له سيسټم چلونکو سره زموږ سيسټم هم تس نس شي او کله چې بل دولت د واک پر ګدى کښيني، تر څو هغه ځان ته سيسټم جوړوي، د خلګو هيلي ترې پرې شي او سوټي ور پسي را واخلي. په دې مسئله کې پړ، دواړي غاړي دي؛ خو تر ډېره سرحده پوري لوستي او سيسټم جوړونکي کسان ځکه زيات پړ دي، چي دوى همېشه د هيواد لپاره نه، بلکي د اشخاصو (سيسټم چلونکو) لپاره پاليسۍ او سيسټم جوړوي او تر ډېره ځايه له سليقوي برخورده کار اخلي او پايله دا را وزي چې په هيواد کې دي بشپړه انارشيزم (ګډوډي) حاکم و اوسي. هغوى چې زور او زر لري، قانون په خپلو لاسونو کې واخلي او هغوى چي پوهه لري مګر زور او زر نه لري مجبور دي چې د زور لرونکو تر پښو لاندي دل شي.

اوس چې نړۍ په يويشتمه پېړۍ کې قرار لري، ټول هيوادونه د سيسټمونو په رڼا کې خپلو ورځينو چارو ته ادامه ورکوي او هغه هيوادونه چې زموږ د هيواد په څېر سيسټم نه لري، د يوه بې موټروانه موټر په څېر پر هر لوري کاږه واږه کيږي او هره ثانيه يې د دې وېره شته چې په يو ژور ګړنګ کې به لويږي او د تل لپاره به د نړۍ له نخشې ورکيږي. اوس د دغي ستونزي د هوارۍ لپاره تر ټولو مهمه د حل لاره دا ده، چې په لومړي سر کې پاليسي جوړونکي داسي پاليسۍ وړاندي کړي، چي د هيڅ سياسي ډلي او ټپلي خلاف نه وي او د هر چا ګټي په کښي خوندي وي. په دوهم ګام کې د دولت هر چارواکى او کارمن خپل موقف او د هغه ارزښت و پېژني. د خپلو سيسټمونو هغه نقطي چې دوى ته ښکاره دي چې اولس له ستونزو سره مخ کوي له خپلو سيسټمونو څخه يا په بشپړه توګه و باسي او يا هم بدلون پکښي را ولي.