هغه کشمکش چي څو ورځي وړاندي د څا رنوالۍ اوولسی جرګې تر منځ را پورته سو غواړم چي پر حقوقي اړخ باندي یې څه ولیکم.
ایا څا رنوالي حق لري چی د ولسي جرګې غړي ممنوع الخروج اعلان کړي پدا سي حا ل کي چي وکیلان پا رلما ني مصونیت هم لري؟
. د اسا سي قا نون 134 ما ده لیکي:
د جرمونو کشف د پولیسو په وسیله او د جرمونو تحقیق اوپه محکمه کي پر متهم باندي د دعوي اقامه د څارنوالۍ لخوا، د قانون له احکامو سره سم کیږي. څارنوالي د اجراییه قوي برخه ده او په خپلو اجراآتو کي استقلال لري. د څارنوالۍ تشکیل، صلاحیت او د اجراآتو څرنګوالی د قانون له لیاري تنظمیږي. د وسله والو ځواکونو، پولیسو او دملي امنیت کار کوونکیو د وظیفوي جرمونو کشف او تحقیق د خاص قانون له لیاري تنظمیږي.
با ید ووایوچي لویه څا رنوالي د قا نون به ړنا کي حق لري ددې لپاره چي متهم کس فرار وه نه کړي او یا په غچ ا خستني لا س پوري نه کړي، پر هرچا باندي چي ا تها م وارد شي خپل دعوه پر ا قا مه کړي تورن کس احضار کړي پوښتنی ځیني وکړي د نه حا ضریدلو په صورت کی یې ممنوع ا لخروج اعلان کړي او که چیري که ضرورت پیدا سي آزادي یې هم سلبولاشي.
که څه هم د ولسي جرګې غړي د اسا سي قا نون د ۱۰۲ مادې په ا ستناد سره خپل دپارلما ني مصونیت ا دعا کوي مګر د ا سا سی قا نو ۱۰۲ ما ده د ممنوع الخروجۍ سره هیڅ تړاو نه لري.
د بله پلوه د ا فغانستان ا سا سي قانون پر متهم با ندي د دعوې د اقامې صلاحیت وڅارنوالۍ ته ورکړیدي نو ځکه څا رنوالۍ حق لري که څوک د ا ستجواب لپاره ور نه شی با ید لازمه تدابیر ونیول سي.
د وکیل صا حبا نو کړني!
لومړي: شرا ب په معینو جرایمو کي راځي او دا هغه جرایم دي چي جزا یې په شرعي نصوصو او د مخدره توکو سره د مبارزې قا نون کي ټا کل شوي ده.
د شرابو تجا رت او خوړل داوړه حرام دي که چیري ثا بته سې په اسلامی فقه کښي یې جزا معلومه ده پدې شرط چي د دې جرم ا ختصا صي عنا صر پوره کړل شوي وي
دوهم: د موټرانود نمبر پلیټونو د اخستلو لپاره د وزیر څخه غوښتنه، د تیلو د واریدولو غیر قا نوني غوښتنه او د وزیر له خوا هغه ته منفي ځواب ور کول په جرایموکي نه سي را تللای ا ما یو نوع اداری فساد دي.
دریم: هر هغه څوک چي د بهر څخه کوم شیا ن یا خوراکی توکي را واردوي او د ا فغا نستان پرعوایدو باندي د ما لیا تو د قا نون له مخي هغه ما ل چی قا بل د Tax وي او د ټکس څخه چي څوک فرار وکړی دا یو ما لیا تي تخلف دي. مویدات یی دادي چي پر ا صلی ټکس حا صلولوبر سیره با ید جریمه کړل او که لازمه وي د شرکت جواز یې لغوه شي.
د وزیر صا حب کړني!
جنا ب وزیر صا حب ما لیه ! هغه تورونه چی تاسو د ولس پرا ستا زو وارد کړل ولي مود اړوند تخلف په اړه یو لازم ا قدام ونه کړي؟
په هر صورت جرایم د مادي عنصر له حیثه په 8 اتو ډولونو با ندي ویشل سویدي چي د هغوۍ څخه یو هم خا لصه ا هما لي جرایم دي.
که چیرته احمدووینی چی محمود په اوبو کی غرق کیږي او دي دا توانایی لري چي محمود ته د مرګ څخه نجا ت ورکړي که چیري یې نجا ت ورنه کړي احمد مجرم دي. که چیري څوک د بي ګنا ه ا نسان په نفعه د شا هدۍ ورکولو څخه ډډه وکړي که چیري څوک ویني چي کوم جنا یت کیږي او د هغه مخه هم نیولای سی او بیا د هغه مخه وه نه نیسي دا ټوله خا لصه ا هما لي جرایم دي.
ښا غلي وزیر صا حب تا سو په دواړه حا لا تو کی مجرم یا ست که مو چیري د وارد سوی تورونو
ا سناد نه درلودل نو د وکیلانو د حیثیت ا عا ده ضروری ده خو تا سو ته به ددروغ ویلوجزا در کول کیږي او که چیري ستا سو ا تهامات پر وکیلانو با ندي صحیح وختل نوبیا هم باید د خا لصه ا هما لي جرم جزا با ید در کړل شي ځکه تاسو جرمي وا قیعات لیدل مو اقدام ندي کړي.
د لوی څا رنوالۍ محترم مقا م ته !
پدي هیواد کي په سلګونو جرایم واقع کیږی او مجرمین یې ا زاد ګرځي سره له دې کره او بشپړ شواهد وجود لري ولي پر هغوۍ دعوه نه ا قا مه کوي؟
په سلګونو کسا ن په محبس کي بې سر نویشته پراته دي ولي د هغوۍ پر دوسیو با ندي کار نه کوي؟
د بله اړخه څخه څرنګه چی وزیر صا حب د ما لۍ پر وکیلانو با ندی تور ولګوۍ او وکیل
صا حبانوبرعکس پر وزیر د ما لې ا تها ما ت وارد کړل نو تا سو با ید جا نبین دواړه ممنوع
ا لخروج ا علان کړي قا نون با ید یو شا ن تطبیق کړل شي.
خو متا سفانه تا سو د مسلکی کار تر څنګ په سیا سي پروژ با ندي کار کوي.
پدې په هیله چي ا سا سي قا نون تطبیق وکیلان د قا نون ما توونکو پر ځا ي قا نون جوړونکي اوحکومت مو د قا نون تطبیق کوونکي او سا تونکي سي.
خدای دي موږ ا صلاح کړي. ا مین