د ازادی راډیو په بحث کی ( ۲۴/ جوزا ۱۳۹۲ )د اغلی شکریی بارکزی فکری توان ، علمی استدلال او په افغانی دود د بشپړپوهاوی برلاسی څرګند سو. دهغو کسانو او ناکسانو ټولو پوښتونو ته یی په پوره متانت اوحوصله جوابونه ورکړل ، چی یا یی د ځان پوهیدنی په نیت پوښتنه کول او یایی د غرضه ډکی کړتی ویلې .
د تلیفون کونکو د خبرو او پوښتنو په اړه حیران نه وم ، هغه څه چی ماته د حیرانتیا وه هغه د پروګرام په یوه برخه کی ښاعلی نظر او الکوزی عکس العمل وو چی د یوه اوریدونکی د پوښتنی پر مهال یی وښودی . یوه تلیفون کونکی د اغلی بارکزی څخه یوه غرضی پو ښتنه وکړه چی : تاسو په شورا او نورو ادارو کی د ښځو لپاره پنځوس فیصده حق غواړی ، دا حق په اردو او پولیسو کی هم غواړی ؟
پخوا تر دې چی اغلې بارکزی پوښتنی ته جواب و وایی ، ښاغلی نظر او الکوزی دواړو په تمسخر وخندل . زما د حیرانتیا خبره دا ده چی تاسو ښاغلی ویاندویان چی په اروپایی ژوند کی ډوب یاست ولی داسی تمسخر امیزه خندا وکړه . خپلی کورنی ته وګوری او خپل چاپیریال و وینی ؟ هغه چی هلته یی وینی هغه هم ستاسو لپاره د تمسخر دی ؟ تاسو ښځینه پولیسی او امنیتی ښځینه کار کونکی نه وینی؟
په هر صورت شکریی بارکزی د یوې درنې افغانی په توګه په خورا ښه توګه هر ډول پوښتنو ته پوره او په زړه پوری جوابونه و ویل ،افرین شکریه بارکزی ،افغانی متفکری، د هیواد ویاړ یی ، بریالیتوب دی غواړو .
په درنښت