کور / تازه خبرونه / په کوټه کي دمحصلینوپه یوه بس کي ددووچاودنوله کبله (۲۱)ښځینه محصلیني وژل شوي دي

په کوټه کي دمحصلینوپه یوه بس کي ددووچاودنوله کبله (۲۱)ښځینه محصلیني وژل شوي دي

اسلام آباد:دپاکستان خبریرسنيو ویلي،چي نن،دپاکستان دبلوچستان آیالت دکویټه دمیرمنو دپوهنتون په یوه بس کې دیوي زورورې بمی چاودنې له امله ددووپولسوپه ګډون(۲۳)محصیلینې وژل شوي اودوه ویشت تنه نوري ټپیانې شوي دي. ټپی شوي محصیلینې دبولان میډیکل روغتون ته لیږدول شوي دي.
خیر وایې کله چي ټپیاني محصلیني روغتون ته یووړل شوي،هلته بیا وسله والو کسانو چي مخونه یې پت کړي وو،پردوی باندي ډزی پیل کړي. ویل کیږي په ډزوکې ئې ډپټي کمیشنرعبدالمنصورکاکړاودهغه مرستیال وژل شوي دی.
وروستي راپورونه ښئ چې امنیتي ځواک او پولیسودبرمته شویو کسانو دخوشي کولو
لپاره عملیات پیل کړيدي،خوډزې لادوام لري،اوویره شته چې دوژلشووکسانو شمیر نور هم زیات شي.
دپاکستان امنیتي چارواکي وایې،دکویټه سرداربهادرخان ویمن پوهنتون یوګاډۍ چي دښځينه محصیلینودلیږدلو لپاره ولاړه وه، ناڅاپي په بس کې چاودنه وشوه اواوور پکې ولګیدي .دپاکستان دجیوټيلیویزني چینل دمړو شمیر شل تنه اعلان کړی او ویل کیږي چې حالات هماغه راز ترینګلي دي .سرداربهارخان پوهنتون دبلوچستان آیالت یوازینی پوهنتون دی، چې ښځینه وو ته ځانګړی شویدي.”
رپوټ وایې چي ترهګرودروغتون دچت دپاسه مورچې جوړې کړي او ډزې کوي .درپوټ له مخي دترهګرو په خلاف دبشپړعملیاتو لپاره پولیس اوځانګړۍملیشه فورس زیات شمیر عسکر هم سیمې ته رسیدلي دي ،البته ددواړو لورو ترمینځ ډزې هماغه راز روانې دي .
بل لورته نن سهار وختي دبلوچستان په زیارت سیمه کې هغې ودانۍ کې بمي چاودنې وشوې، چې دپاکستان موسس محمدعلي جناح په کې له مړینې مخکې اوسېدی.ددي پیښي پړه تراوسه کومي وسله والي ډلی په غاړه نه دي اخیستي.