په کندهار کي د مور ورځ ولمانځل سوه
په کندهار کي د ښځو چارو د رياست لخوا د مور د ورځي په وياړ د ولايتي شورا په تالار کي نن يوه غونډه جوړه سوې وه، چي پکښي دولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال، په ولسي جرګه كي د كندهار د خلګو استازي بي بي حميدي ، د ولايتي شورا يو شمېر غړو ، د يوشمېر دولتي او غير دولتي ادارو رئيسانو او دکندهار ولايت په سلګونو ميندو او خويندو گډون درلود.
په ياده غونډه کي د کندهار د ښځو چارو رئيسې روقيې اڅکزۍ په پيل کي د افغانستان د ښځو چارو د وزيرې پيغام ولوست او ټولو ميندو ته يې د مبارکي ترڅنګ وويل چي دا مهال په هيواد کي تر سره سوي پرمختګونه د ميندو د زيار ا و روزني نتيجه ده.هغې وويل چي د مور مقام د زيات عزت او احترام وړ دى او يوه مور کولاي سي چي په خپلي روزني سره يوې ټولني ته بدلون ورکړي او نوموړې ټولنه د پرمختګ او خوشبختۍ لوري ته ټېل وهي.
اڅکزۍ دغه راز وويل چي اوس مهال يوشمېر کندهارۍ مېندي د بې وزلۍ او نورو ستونزو سره لاس او ګريوان دي چي په خبره يې ټولي ادار ې بايد په ګډه د مېندو په وړاندي د پرتو ستونزو په له منځه وړلو کي کار وکړي.
په غونډه کي د ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال د مېندو ستونزو او مشکلاتو ته په اشارې سره وويل چي افغاني مېندي او مېرمني په بېلا بېلو پړاوونو کي له ډول ډول ستونزو سره مخ سوي او په نتيجه کي يې د مېرمنو حقوق د مختلفو ملحوظاتو له امله پايمال سوي دي.
هغه همداراز وويل چي ښځينه حقوق او د ميندو لپاره احترام هم په ځينو مواردو کي د بيلابيلو اجتماعيي او سياسي مسايلو ښکار ګرځېدلي دي ، خو نوموړي زياته کړه چي د اوسني دولت په راتګ سره دا مهال د دوى په وضعيت کي مثبت بدلون راغلى دى.
ښاغلي پتيال پر ټولو مېندو او ښځو ږغ وکړ چي د خپلو روا حقوقو لپار ه مبارزه وکړي او خپل حقوق ترلاسه کړي ځکه په خبره يې چي حق ورکول کيږي نه، تر لاسه کيږي.
په ياده غوونډه کي په ولسي جرګه كي د كندهار د خلګو استازي بي بي حميدي ، د سولي دکميټې غړې جميلې يوسفي او يو شمېر نورو ميرمنو وويل چي په تيرو جګړو کي افغاني ميندو د خپلو بچيانو قربانۍ ورکړي دي او دوى زيات غمونه او رنځونه ګاللي چي دا مهال دوى د جنګ جنګړو څخه ستړي دي او په هيواد کي د ښکېلو خواوو څخه غواړ ي څو د جنګ جګړو څخه لاس واخلي او دسولي په راستلو کي له دولت سره لاس يو کړي.