اسلام اباد:د پاکستان نوي حکومت پخپل هيواد کې په قانوني ډول دميشته افغان کډوالو دپاتې کيدو دمودې سيوا کولو پريکړه کړې ده.لۀ دې وړاندې پاکستان امر کړى ؤ چې دهيواد څخه دې يې ټول افغان کډوال د کال 2012ء تر پايې اوځي خو وروستو دملگرو ملتونو په غوښتنه دغه موده د روان کال د جون دمياشتې 20مې نيټې پورې غځول شوې وه.دپاکستان دانگريزي ژبې ورځپاڼې ډان پخپل يو راپور کې ويلي دي چې اوس دپاکستان نوي حکومت يو ځل بيا د افغان کډوالو دپاتې کيدو موده کې دپراختيا پريکړه کړې ده.دا مهال په پاکستان کې 1.6 ميليونه افغانان په قانوني ډول ميشته دي، چې دهغوي دجملې څخه لس لکه په خيبرپښتونخوا کې اوسيږي.کۀ چرې پاکستان دهغوئ دپاتې کيدو موده سيوا نۀ کړه نو دراتلونکې مياشتې دلمړۍ نيټې څخه به پاکستان کې ددغو ټولو افغان کډوالو پاتې کيدل غيرقانوني اعلان شي.دافغان کډوالو کمشنر ضياء الرحمان وايي اوس مهال هم د پينځلسو لکو څخه زيات افغانان په پاکستان کې په غيرقانوني توگه اوسيږي.افغان کمشنر وايي دپاکستان د کډوالو د چارو نوي وزيرعبدالقادر بلوچ ته پاکستان کې دميشته ټولو افغانانو په هکله معلومات ورکړل شوي دي اؤ هغه به دغه معامله دکابينې غونډه کې راپورته کوي.