کندهار: دپاکستان سرحدي ځواکونودکندهارولایت پرمعروف ولسوالي باندي راکټي بریدونه پیل کړل او یوافغان پولیس وواژی. دکندهارولایت دامنیه قوماندان جنرال عبدالرازق دافغانستان د(۱)تلویزیرن سره په خبروکي وویل،چي دپاکستان دراکټې بریدونوله امله ددي ولایت اړوند دمعروف ولسوالي دکاریزک په سیمه کي دډیورند کرښي ته نژدي یوسرحدی افغان پولیس وژل شوی اودوه نورپولیسان تپیان شویدي.
پاکستان مخکي دافغانستان په ختیځوبرخوکي دکونړاونورستان ولایتونوپه اړوندوسیمو کي راکټي بریدونه پیل کړي وو.وروسته پاکستان جرئت پیداکړي،چي دننګرهارولایت دګوشتي پرولسوالي باندي خپل بریدونه جاری وساتي. پاکستان دګوشټی په ولسوالي کي نوی دروازي پرانیستلي.دتیرومیاشتو دخبرونوله مخې دګوشتي ولسوالې کي افغان سرحدي ځواکونو دپاکستان دراکټيونوبریدونو په ځواب کي په کلکه ودریدل اودخپلي خاوري نه یې داسي دفاع وکړه،چي دافغانستان په خاوره کي دګوشتي ولسوالي په سیمه کي یې دپاکستان ټولي دروازي ویجاړي کړي اوهغه یې له منځه یووړي افغانی ځواکونودپاکستان سرحدي ځواکونه په منډواو ځغاسته دخپلي خاوري څخه وشړل.
افغاني پوځونوپه په ډیره میړاني سره خپله خاوره دظالم دښمن له منګولو څخه وژغورله.ددي جګړي په جریان کي دافغان پوځ نومیالي اتل او قهرمان محمدقاسم خان خپل ځان قربان کړي اودشهادت لوړ منزل ته ورسیدي.وروسته دپاکستان ځواکونو ډیري هلي ځلي وکړي،چي خپلي پوستي بیرته ونیسي، ولي بریالي نشول.اوس چي پاکستان دافغانستان په ختیځو سیموکي ناکامه شو. نوبیا دادی نن دافغانستان په جنوبی سیموکي یې خپل کرغیړن او ړانده راکټونه پیل کړل.
یادونه:که دافغانستان دولت اوملي افغان پوځ پخپل وخت کي ددغو راکټونو په ځواب کي خپل عکس العمل ښکاره نکړي ،نوپایلي به یې ډیر ي خطرناکي وي.