کور / تازه خبرونه / افغانستان دټولي نړۍ دبي ثباته اوناامنه هیوادو په ډله کي لمړۍ ځای ونیوی

افغانستان دټولي نړۍ دبي ثباته اوناامنه هیوادو په ډله کي لمړۍ ځای ونیوی

نیویارک:دنړۍداقتصاداوسولي نړیوال انستیتیوت دډیروڅیړونواوسروي وروسته په ډاګه کړي،چي افغانستان دنړۍدټولوهیوادوپه کچه ناامنه اویاغي هیواددی.دغه انستیتیوت دنړۍپه (۱۶۲) هیوادونوکي دسولي او امن په لاره کي ژوري څیړني اوسروي کړي اوددي څیړونوله مخي،ودي نتیجي ته رسیدلي،چي افغانستان دنړۍدټولوهیوادونوپه پرتله بي امنه، بي قانونه، هیوادبلل کیږی اوقانون پکښې نه عملي کیږی.ددي رپوټ له مخي دنمارک،نیوزلیند،کانادا،جاپان،اتریش،ایرلیند،سلوانیا،فنلند،اوسویس دنړۍدسوله یزواودامن خوندي هیوادوپه ډله کي لمړي ځاي لري.سرچينې زياتوي، چې دوى دنا امنيو ترڅنګ له سياسي او بشري حقونو دسرغړونو په اړه هم معلومات راټول کړي دي.
ديادې ادارې په سروې کې راغلي، چې تر ٢٠٠٨ زېږديزکال وروسته په ټوله نړۍ کې نا امني پنځه سلنه زياته شوې ده.
د ګلوبل پيس انډيکس ادارې مشر ويلي: ((موږ سوله داسې تعريفوو، چېرته چې تاوتريخوالي يادتاوتريخوالي وېره نه وي.))
ددي انستیتیوت په ځانګړۍرپوټ کي راغلي،چي افغانستان دنا امنه هیوادونوپه ډله کي(۱۶۲)وروستي یااخیرځای نیولی دی.سومالیااوسوریه هغه دوه نورهیوادونه دی چي دافغانستان په شان دسولي او امن ستونځي لری.
دیادوني وړده،چي تیرکال دملګروملتونو یوي بلي اداري ویلي وو،چي افغانستان دنړۍ دټولوهیوادو په ډله کي داداري فساد،رشوت،درغلي اوقاچاق کي لمړۍ ځای لري.