اسلام اباد:.دپاکستان دماليي وزير اسحاق ډار دمالي کال 2013-14م لپاره ملي بوديجه ملي اسمبلۍ ته وړاندې کړه .له دې وړاندې مرکزي کابينې دميا محمد نواز شريف په مشرۍ ديوې غونډې په مهال دغې بوديجې منظوري ورکړې.دمنظور شوي بوديجې له مخه وفاقي کابينې پنشن کې دلسو فيصدو اضافې منظوري ورکړې اؤ دملازمانو په تنخاگانو کې اضافه نۀ ده شوې. دبوديجې حجم 34 کهربه اؤ 78 اربه روپۍ ايښودل شوى اؤ دراتلونکي مالي کال دبجټ خساره به يو زر ، شپږ سوه اؤ يو پنځوس اربه روپۍ وي، دبجټ خساره به دشرح نمو 6.3 فيصده وي اؤ صوبو ته به دوفاقي قابل تقسيم حاصلاتو څخه 1502 اربه روپۍ ورکولى شي.کابينې دجنرل سيلز ټيکس د16ؤ څخه دسيوا کولو سره 17 فيصدو پورې دلوړولو تجويز وړاندې کړى.کابينې په دفاعي اؤ ترقياتي بجټ کې دکټوتۍ تجويز مسترد کړى دى. دبجټ دخسارې اندازه 16 کهربه اؤ دټيکس دوصول هدف 24 کهربه روپۍ ايښودل شوى، دفاعي بجټ 627 اربه روپۍ دى. همدغه شان دپبلک سيکټر ډويلپمنټ پروگرام( پي ايس ډي پي) ددستاويز ترمخه دراتلونکي مالي کال په مهال به وفاقي ترقياتي پروگرام لپاره 540 اربه روپۍ اؤ دانرژۍ لپاره 225 اربه روپۍ مختص کړل شوي دي.دريلوى دترقياتي منصوبو لپاره 31 اربه روپۍ اؤ کراچۍ کې ديو زر ميگاواټه نيوکلئير پاور پلانټ لپاره لس اربه روپۍ مختص کړل شوي دي.س دتعليم اؤ تربيت دپرمختيا دمنصوبو لپاره درې اربه، ديرش کروړه روپۍ اؤ دپارليمان دغړو دپرمختيائي منصوبو لپاره پينځه اربه روپۍ بيلې کړل شوي دي.دخزانې وفاقي وزير وويل که هر څو دتعليم څانگه داتلسم ترميم وروستو صوبو ته منتقل شوې خوداعلي تعليم لپاره اووۀ پنځوس اربه روپۍ ځانگړې کولى شي اؤ ددې ترڅنگ به دتعليم اؤ صحت په څانگو کې دصوبو سره هرقسمه مرسته کولى شي.هيواد کې دانرژۍ دبحران دذکر په کولو سره هغه وويل وزيراعظم به ډير زر دانرژۍ غونډه راوبلي اؤ دانرژۍ دپاليسۍ اعلان به کولى شي.دهغه وينا وه دانرژۍ په څانگو کې په سرمايه کارۍ به په 225 اربه روپۍ خرڅ کولى شي.دخزانې وفاقي وزير دبجټ دوينا په مهال دا هم وويل چې دموټر وى جال به پايې ته رسولى شي ، چې ددې سره به دخلکو لپاره دتگ راتگ نوې اسانۍ پيدا شي اؤ په دې لړ کې وزيراعظم دچين سره خبرې کړي. هغه وويل مونږ به په گڼ شمير نوروقومي لويو لارو اؤ منصوبو هم کار کوؤ اؤ په دې لړ کې 63 اربه روپۍ ايښودل شوي دي.په دغه موقع هغه دريلوى محکمه کې په نوې پيمانه دعصري بدلونونو راوستو اعلان هم وکړو.ډار وويل ريلوى داسې اداره ده چې په ټوله نړۍ کې هيوادونو ته زياتې گټې ورکوي ، خو زمونږ په هيواد کې دناقصې منصوبه بندۍ له امله دريلوى اداره تباه شوې چې اوس مهال ورسره ملازمانو ته دتنخاگانو اؤ پنشن دادائيگو لپاره هم پيسې نشته.دصحت دمنصوبو لپاره 21 اربه روپۍ ايښودل شوي، وفاقي بجټ کې دوزيرانو لپاره بيل کړل شوى ځانگړى گرانټ ختم کړل شوى، دوزيراعظم ددفتر په اخراجاتو کې 45 کمى اؤ دوړو کاروباري قرضو لپاره 20 لکه روپو تجويز ورکړل شوى اؤ دخفيه سروسز اخراجات ختم کړل شوي اؤ دوزيراعظم دليپ ټاپ اسکيم شروع کولو فيصله شوې ده.دکمو ترقي يافته سيمو دطالب علمانو لپاره دفيس دادائيگۍ داسکيم تجويز هم ورکړل شوى.دخزانې وفاقي وزير وائي خلک دې دبجلۍ بلونه په وخت ادا کړي ، ترڅو هغوي ته پرته له ځنډ څخه بجلي باوري کړل شي.ډار وويل دنوي حکومت دوزارتونو شميره به د40ؤ څخه کمه وه، ټولو تنظيمونو اؤ خودمختاره ادارو ته دخفيه فنډونو دمنجمد کولو وينا شوې.ډار وويل دنوؤ ډيمونو جوړولو لپاره 159 بلينه روپۍ مختص کړل شوي دي.